د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوداګرۍ نړيوال سازمان د مارچ په ۲۸مه نېټه د امريکا د بوينګ هوايي شرکت د مرستې قضيې په اړه يو راپور خپور کړ چې پکې يې دا تصديق کړې چې امريکا له مقرراتو څخه په سرغړونې سره له بوينګ هوايي شرکت سره مالي مرستې کړې او کوي يې. په دې توګه د بوينګ او ايربس د دوو هوايي شرکتونو د مرستې قضيه چې تر ۱۵ کلونو پورې يې دوام درلود، لا پيچلې شوې ده.
د سوداګرۍ نړيوال سازمان په همدې ورځ دا تصديق کړې چې د امريکا واشنګټن ايالت د دې سازمان په اړه د ۲۰۱۲ کال د محکمې حکم نه دی مراعات کړی او هر کال يې د مالياتو د کمولو له لارې د بوينګ هوايي شرکت ته د کابو سل مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت مرستې برابرې کړې او کوي يې. د ياد سارمان د اړوندو مقرراتو له مخې، دغې پرېکړې په راتلونکې کې له امريکا سره د اروپايي ټولنې د انتقام اخيستونکو تدبيرونو لپاره قانوني بنسټ برابر کړی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |