CRI Online

د چین او امریکا ترمنځ سلامشوره حساسې مرحلې ته داخله شوې نو باید ګډې ګټې پراخې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-30 16:14:50

د چین او امریکا ترمنځ سلامشوره حساسې مرحلې ته داخله شوې نو باید ګډې ګټې پراخې کړي

د چین او امریکا ترمنځ د اقتصاد او تجارت د اتم پړاو دوه ورځنۍ سلامشوره د روانې میاشتې په ۲۹ مه نیټه په بیجینګ کې پای ته ورسیده. د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړي، د صدراعظم مرستیال او د چین او امریکا ترمنځ اقتصادي دیالوګ کې د چین پلاوي مشر لیو هه، د امریکا د تجارت استازي روبیرټ لیټیزر او د مالیې وزیر ستیون منونچین د دغې سلامشورې ګډه مشري وکړه. دواړو خواوو د اړوند تړون په اړه بحثونه وکړل او نوی پرمختګ یې هم ترلاسه کړی دی.

د امریکا د سوداګرۍ وزارت د روانې میاشتې په ۲۷ نیټه دا ارقام خپاره کړل چې په جنورۍ کې د امریکا صادرات په 207 ملیارډو او 300 ملیونو امریکایي ډالرو سره 0.9 سلنه زیات شوي خو چین ته د امریکا صادرات 7 ملیارډو100 ملیونو ډالرو ته ټیټ شوي دي چې له 2010 کال راهیسې ترټولو نه کم دی. د چین د شمیرنې له مخې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې امریکا ته د چین صادرات او ورڅخه واردات 19.9 سلنه کم شوي وو. له دې امله چې د چین او امریکا ترمنځ تجارتي حالات لاهم ټرینګلي دي نو د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان د نړۍ د سږنی اقتصادي پرمختګ اټکل له 3.5 سلنه څخه په 3.3 سلنه ټاکلي دی.

د چین او امریکا ترمنځ د اقتصادي او تجارتي ۹ پړاو مشوره به په راتلونکې اوونۍ کې په واشنګتن کې ترسره شي. دواړه خواوې باید په جرئت، هوښیارۍ او باور سره ګډې ګټې پیدا کړي او یو شان لوری ته دې ګامونه پورته کړي ترڅو د دواړو هیوادونو د مشرانو ګډې موافقې پلې شي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای