د سین هوا اژانس د خبر له مخې په م م کې د چین استازي ما جاو شیو د روانې میاشتې په ۲۸ نیټه دا څرګنده کړه چې نړیواله ټولنه باید د ترهګرو له خوا د پیسو د ترلاسه کولو او لاسرسي د تمایل او ځانګړتیاوو په نظر کې نیولو سره د ځپلو قوت دې پیاوړې کړي، په دې برخه کې نړیواله دې واقعي همکارۍ پرمخبوزي او د م م د غړیو هیوادونو توان دې لوړ کړي.
هغه وویل چې بې له دې چې د کوم هیواد په مقابل کې یا د کومې پلمې تر نوم لاندې دی، په هر ځای کې د هر ډول تروریزم او د ترهګرو له خوا د پیسو ترلاسه کولو عمل باید بند او وځپل شي.
نړیواله ټولنه او د م م غړي هیوادونه باید په ګډ نظر او قوت سره د ترهګرو د پیسو سرچینې، شکلونه او چینلونه قطع کړي او په تیره بیا د انترنټي څارنې له لارې د ترهګرو انترنټي پولي شبکه ویجاړه او له منځه یوسي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |