د سین هوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د موټرو کاروان د روانې میاشتې په ۳۰ نیټه په بلخ کې له برید سره مخامخ شو. هغه له دې برید روغ وتلی دی او د ده یو ساتونکی وژل شوی دی.
دوستم ته یو نږدی کس خبري رسنیو ته وویل چې د دوی د موټرو کاروان له بلخ څخه جوزجان ته په لار کې د طالبانو له څو بریدونو سره مخامخ شو خو دوستم پخپله خویندي دی او ورته زیان نه دی رسیدلی.
طالبانو د دغه برید پړه پرغاړه اخیستی او ویې ویل چې په یاد برید کې یی د دوستم ۴ ساتونکي وژلی او ۶ تنه نور ټپیان کړي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |