د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراين د ولسمشرۍ ټاکنې په ځايي وخت د مارچ د ۳۱مې نېټې په ۸ بجو پيل شوې. د اوسني ولسمشر پيترو پوروسچنکو، د وطن ګوند مشرې يوليا تيموشنکو او ممثل ولاديمير زيلنسکي په شمول ۳۹ کانديدان پکې سيالي کوي.
د عامه نظرونو د وروستيو څېړنې له مخې، د دې هېواد په ۲۹۸ لکو رايو ورکوونکو کې ۸۵ فيصده تنه به رايې ورکړي. د يادو درېو کانديدانو پيترو پوروسچنکو، يوليا تيموشنکو او ولاديمير زيلنسکي سيالي سخته او د پلويانو شمېر يې تر نورو زيات دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |