CRI Online

د عرب ليګ په سرمشريزه غونډه کې برخه والو د بيت المقدس او ګولان لوړو په هکله د امريکا له دريځونو سره مخالفت وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-04-01 09:34:37

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د عرب ليګ د دېرشمې دورې سرمشريزه غونډه د ماچ په ۳۱مه نېټه په تونس کې تر سره شوه.دغې غونډې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د بيت المقدس او د سوريې د ګولان لوړو په هکله د امريکا له دريځونو سره مخالفت وکړ.

د عرب ليګ د ۲۱ غړو هېوادونو دولتي او حکومتي مشرانو او استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و. د دې غونډې د پای پر مهال په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د فلسطين مسئله د عربي هېوادونو کليدي مسئله ده.د امريکا له خوا د اسرائيلو د پلازمينې په توګه د بيت المقدس د منلو پرېکړه اعتبار نه لري او غيرقانوني ده.عربي هېوادونو له دې پرېکړې سره مخالفت کوي. په دې اعلاميه کې همدارنګه کښل شوي چې ختيځ بيت المقدس د فلسطين پلازمينه ده. بېلا بېلې خواوې بايد هر هغه عمل تر سره نه کړي چې د بيت المقدس د اوسني قانوني مقام او سياسي طبيعت د بدلېدو سبب وشي.

په ياده اعلاميه کې همدارنګه ويل شوي چې اړوندې خواوې بايد د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سولې خبرو اترو د بيا پيل لپاره هڅو ته ادامه ور کړي او د هغه خپلواک فلسطيني دولت د جوړولو پر بنسټ به له ټاکل شوي مهالويش سره سم اړوندې خبرې اترې وکړي چې بنسټ يې په ۱۹۶۷ کال کې ټاکل شوې سرحدي کرښه ده او پلازمينه يې ختيځ بيت المقدس دی. (غاټول)

د عرب ليګ سرمنشی په خبري ناسته کې د وينا په حال کې

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای