د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۳۱مه نېټه خبريالانو ته وويل چې ونزويلا ته د روسي پوځي کارپوهانو ليږل د دواړو هېوادونو له خوا له لاسليک شوي تړون سره سمون لري.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستيو ورځو کې ويلي چې امريکا به له ونزويلا څخه د روسي پوځي کارپوهانو د وتلو لپاره پر روسيې فشار واچوي او ټولې احتمالي لايحې به تر غور لاندې ونيسي.د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې روسيې په ونزويلا کې د دغو کارپوهانود کارونو په هکله اړوندو خواوو ته توضيحات ور کړي او په ونزويلا کې د دوی د ميشتېدو موخه د روسيې د اړوندو تجهيزاتو ساتنه ده. د روسيې پوځي کارپوهانو د ليږلو کړنه د ونزويلا د پارلمان له خوا له تائيد شوي حکومتي هوکړې او د دې هېواد له اساسي قانون سره سمون لري.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |