د سينهوا اژانس د خبر له مخې د نيپال په جنوب کې سخت طوفان پېښ شوی چې له امله يې تر اوسه لږ تر لږه ۲۵ تنه مړه شوي او ۴۰۰ تنه نور ټپيان دي.
د نيپال د خبري اژانس د خبر له مخې د دې هېواد په جنوبي سيمه کې سخت طوفان او أسماني تالندې د همدې ورځې د شپې په اوو بجو پيل شوې او شاوخوا يو ساعت يې دوام وکړ. له دې امله پر مرګ ژوبلې سربېره ګڼ شمېر کورونه او موټرونه ويجاړ شوي دي. اوس د ژغورنې کارونه روان دي. د ژغورونکو په قوله ويل شوي چې ښايي د مړه شويو شمېر نور هم زيات شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |