CRI Online

د يمن حکومتي پوځ د حوثې ډلې لسګونه غړي ووژل

cri     (GMT+08:00) 2019-04-01 10:48:07
د يمن حکومتي پوځ د حوثې ډلې لسګونه غړي ووژل

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د يمن يو حکومتي چارواکي د مارچ په ۳۱مه نېټه وويل، حکومتي پوځ په همدې ورځ د الدهلي ايالت شمالي سيمه بيا تر کنټرول لاندې ونيوله او په عين وخت کې يې د حوثې ډلې لسګونه غړي ووژل.

ياد چارواکي وويل، حوثې ډلې درې ورځې مخکې له حکومتي پوځ څخه د الدهلي ايالت شمالي سيمه نيولې وه، حکومتي پوځ د يادې سيمې د بيا نيولو لپاره په تېرو څو ورځو کې په ياده سيمه کې پر حوثې ډلې بريدونه کړل، د مارچ په ۳۱مه نېټه حکومتي پوځ د حوثې ډلې لسګونه غړي ووژل او ياده سيمه يې بيا تر خپل کنټرول لاندې ونيوله. ۱۳تنه حکومتي سرتيري په جګړه کې ووژل شول.

حوثې ډلې تر اوسه پورې په دې اړه هېڅ غبرګون نه دی کړی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای