د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا د استازيو مجلس د اپريل په لومړۍ نېټه د ګمرکاتو ائتلاف او د ګډ بازار ۲.۰ په شمول له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په اړه پر ۴ لايحو د دوهم پړاو لارښوونکې رايګيري تر سره کړه. د دغې رايګيرۍ د پايلې له مخې، دغه ۴ لايحې د اکثرو پارلماني غړيو ملاتړ نه دی تر لاسه کړی.
ځکه چې د بريتانيا د استازيو مجلس له ټاکلي وخت مخکې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو تړون نه دی تصويب کړی، نو بريتانوي حکومت بايد د اپريل له ۱۲مې نېټې مخکې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو نېټې د ځنډېدو يا پرته له تړون د وتلو په اړه نوې پرېکړه وکړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |