CRI Online

پمپيو: امريکا اوس له روسيې سره د همکاريزو فرصتونو د لټولو په هڅه کې ده.

cri     (GMT+08:00) 2019-04-02 10:00:35

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا خارجه وزير مايک پمپيو د اپريل په لومړۍ نېټه څرګنده کړه چې امريکا تل له روسيې سره د ډيالوګ او همکارۍ په هڅه کې ده.

نوموړي په همدې ورځ د امريکا د ځمکنيو ځواکونو په پوځي پوهنځي کې يوه وينا وکړه او اړوندو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل. هغه وويل: امريکا تل د فرصتونو په لټولو بوخته ده چې د ګډو ګټو په شتون ساحو کې له روسيې سره همکاري وکړي. پمپيو همدارنګه هيله وښوده چې له روسيې سره په نورو ساحو کې ډيالوګ او خبرې وکړي، خو روسي ځواکونه دې له وينزويلا څخه ووځي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای