د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای اين د اپريل په لومړۍ نېټه وويل، هغه به په راتلونکې اوونۍ کې له امريکا څخه د ليدنې په ترڅ کې د دې هېواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او امريکا ترمنځ د خبرو اترو د بيا پيل په شمول د ځينو مسئلو په هکله ژور بحثونه وکړي.
مون جای اين په همدې ورځ د چيون وا دای په يوه غونډه کې وويل، د ديموکراتيکې کوريا او امريکا د مشرانو په دوهمه کتنه کې هېڅ موافقه نه ده تر لاسه شوې، نو د کوريا ټاپووزمې سوله ييز بهير له لنډمهالي ستونزو سره مخ دی. خو دا شک نشته چې د کوريا جمهوريت، ديموکراتيکه کوريا او امريکا نه غواړي پخوانی وضعيت بيا رامنځته شي. مون جای اين وويل، هغه به له امريکا څخه د ليدنې په ترڅ کې له ټرمپ سره د ديموکراتيکې کوريا او امريکا ترمنځ د خبرو اترو د بيا پيل او له ذروي وسلو څخه د کوريا ټاپووزمې د پاکوالي په شمول يو شمېر مسئيلو په هکله ژور بحثونه وکړي.
د کوريا جمهوريت ولسمشرۍ ماڼۍ يعنې چيون وا دای د مارچ په ۲۹مه نېټه اعلان وکړ چې د دې هېواد ولسمشر مون جای اين به د اپريل په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه له امريکا څخه ليدنه وکړي او له ډنالډ ټرمپ سره به خبرې اترې وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |