CRI Online

د بريکس هېوادونو د نوي پرمختيايي بانک کلنۍ غونډه دوام لرونکي پرمختګ ته پام کوي.

cri     (GMT+08:00) 2019-04-02 11:08:10

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريکس هېوادونو د پرمختيايي بانک ۴مه کلنۍ غونډه د اپريل په لومړۍ نېټه د جنوبي افريقا په کېپتون د نړيوال نندارتون په مرکز کې پرانيستل شوه. په دغه ۲ ورځنۍ غونډه کې به د بريکس هېوادونو په منځ د پولي همکارۍ د پياوړتيا او په خپلو غړيو هېوادونو او نورو پرمختيايي هېوادونو کې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ د پرمخبيولو په شمول پر څو مسئلو بحث وشي.

د دغې کلنۍ غونډې عمده موضوع په همکارۍ سره د دوام لرونکي پرمختګ پرمخبيول دي. د نوي پرمختيايي بانک مشر د خپلې وينا په ترڅ کې وويل چې دغه بانک به په راتلونکې کې د عمده کارونو په توګه دوام لرونکي پرمختګ ته پام وکړي او د بريکس هېوادونو له اړوندو کوښښونو څخه به ملاتړ وکړي. هغه دې ته اشاره وکړه چې اوس مهال د دغه بانک ۸۰ سلنه کريديتونه د ترانسپورټ، پاکې انرژۍ، د اوبو سرچينې او د ککړو اوبو د پاکولو په شمول پر څو برخو پورې اړه لري.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای