د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ په ۳۱مه نېټه د ترکيې په ۸۱ ايالتونو کې په عين وخت کې سيمه ييز انتخابات ترسره شول او ۱۳ سياسي ګوندونو په سيالۍ کې برخه درلوده. د ټول هېواد له ۵۷مليونو ۹۰ زرو رايه ورکوونکو څخه ۴۸ مليونه دوه لکه او اتيا زره رايې تر لاسه شوې چې د رايګيرۍ انډول ٪84.66 ته رسېدلی دی. د اپريل د لومړۍ نېټې د مازديګر تر څلورو بجو پورې ٪99.81 رايې شمېرل شوې او د نتيجې له مخې يې د ترکيې اوسنی واکمن ګوند يعنې د عدالت او پرمختيا ګوند په ۳۹ ايالتونو کې زياتره رايې تر لاسه کړې، لوی غيرواکمن ګوند يعنې د خلکو ګوند په ۲۱ ايالتونو کې بريالی شو. د دواړو ګوندونو لخوا د تر لاسه شويو رايو انډول ٪44.32 او ٪30.10 و.
که څه هم د عدالت او پرمختيا ګوند بريالی شو، خو د برياليتوب کچه يې ټيټه ده. ( هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |