CRI Online

په ايران کې د سيلابونو له امله ۵۷ تنه مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-03 09:18:29

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د ايران د بيړني حالت په وړاندې د ژغورنې او مرستې څانګې د اپريل په ۲مه نېټه خبر ورکړ چې په تېرو دوو اوونيو کې د ايران په بېلا بېلو ځايونو کې د سيلابونو له امله لږ تر لږه ۵۷تنه مړه او ۴۷۸تنه ټپيان شوي دي.

د خبر له مخې، د مارچ له پای څخه د ايران په زياتو ځايونو کې په پر له پسي ډول بارانونه اوريدلي چې ورسره سخت سيلابونه پيښ شوي. خلکو ته له مرګژوبلې رسولو پر ته کرهنيز توليدات او په ځينو ښارونو او کليو کې له کورونه او بنسټيز تاسيسات هم سخت ويجاړ شوي دي.

ژباړونکې:ډيوه 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای