د خلکو ورځپاڼې خبريال د اپريل په ۲مه نېټه د چين د صنايعو او مخابيراتو وزارت په حواله خبر ورکړ چې د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د انټرنيټ او اړوندو خدمتي چارو عايدات او ګټې دواړه زيات شوي او د دغو چارو پيمانه په مداومه توګه پراخه شوې ده.
د عمومي اندازې له مخې، له جنورۍ څخه تر فبرورۍ پورې په چين کې د انټرنيټ او اړوندو خدمتي چارو په لويو تصديو کې د عايداتو شمېر ۱۴۹ مليارډ ۸۰۰ مليونه يوانو ته ورسيد چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله لس سلنه زياته شوی. د يادولو وړ ده چې په دې چارو کې د څيړنې او اصلاحاتو پانګونه په چټکې ډول زياته شوي. له جنورۍ څخه تر فبرورۍ پورې په دغو چارو کې د څېړنې ۶مليارډ۶۰مليونه يوانو ته ورسيد چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱اعشاريه ۵سلنه زيات شوی.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |