CRI Online

د اسيا د انکشافي بانک نوی راپور: د چين د اقتصادي پرمختيا تمايل لا هم قوي دی

cri     (GMT+08:00) 2019-04-04 10:36:46

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د اسيا د انکشافي بانک د اپريل په ۳مه نېټه د《 ۲۰۱۹ کال د اسيا د پرمختيا اټکل 》په نامه راپور خپور کړ. د دغه بانک د لومړۍ کچې اقتصادي کارپوه ياسويوکي ساوادا څرګنده کړه چې که څه هم په دې وروستيو ورځو کې د نړيوال اقتصاد د پرمختيا سرعت ورو شوی دی، خو د چين د اقتصادي پرمختيا تمايل لا هم قوی دی.

په راپور کې دې ته اشاره شوې چې که څه هم د کورنيو عايداتو د زياتوالي سرعت ورو شوی او اټکل کېږي چې د مصرفولو اندازه به کمه شي، خو په راتلونکو څو کلونو کې به مصرفول د چين د اقتصادي پرمختيا د هڅونې عمده ځواک وي.

ياسويوکي ساوادا ويل چې د روان کال په پيل کې چين د مالياتي تګلارو د اصلاحاتو اعلان وکړ، په ځانګړې توګه يې د شخصي مالياتو او د ټولنيزو بيمو د اصلاحاتو په هکله خبرونه خپاره کړي چې د معاش د زياتولو سرعت د وروکيدو منفي اغيزو د کموالي او د هېواد په دننه کې د مصرفي اندازې د پياوړتيا لپاره ګټور دی.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای