د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ناټو سرمنشي جينس ستولتنبيرګ د اپريل په درېيمه نېټه د امريکا په کانګرس کې وويل ناټو د روسيې د منزوي کېدو هڅه نه کوي او نه غواړي چې يوه نوې سړه جګړه رامنځته شي.
ستولتنبيرګ وويل، ناټو هيله لري چې له روسيې سره لا نورې اړيکې ټينګې کړي او دواړه خواوې د خبرو اترو له لارې د شخړو مخنيوی وکړي او له ګواښونو او غلطيو څخه ډډه وشي. ناټو نه غواړي د وسلو نوې سيالي او يا نوې سړه جګړه رامنځته شي او هيله لري چې روسيه د منځني او لنډ واټن ويشتونکو توغنديو د له منځه وړلو په اړه د روسيې او امريکا د تړون بيا مراعات وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |