CRI Online

چين او امريکا دې په ګډه د لويو هېوادونو په توګه خپلې دندې پر غاړه واخلي.

cri     (GMT+08:00) 2019-04-04 14:58:43

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په لومړۍ نېټه د مشرانو شورا له پلاوي سره د کتنې پر وخت پر دې ټينګار وکړ چې د لويو هېوادونو ترمنځ اړيکې د نړيوالې ستراتيژۍ په ثبات پورې اړه لري او د لويو هېوادونو پر غاړه خصوصي وظيفې او دندې شتون لري. د چين او امريکا اړيکې په ټوله نړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخيزې اړيکې دي. هيله من يو چې امريکا او چين پر ګډ لوري ګامونه پورته کړي، توپيرونه او فرقونه کنټرول کړي، همکارۍ پراخې کړي او په ګډ پرمختګ سره د همغږۍ، همکارۍ او ثبات پر بنسټ خپلمنځي اړيکې پرمخ بوزي.

دا په داسې حال کې چې له تېرو سلو کلونو راهيسې په نننۍ نړۍ کې بې سارې بدلونونه راغلي، د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو په اړه د شي چين پينګ تر ټولو تازه څرګندونه ده. څه باندې يوه مياشت وړاندې يعنې د تېرې فبرورۍ په ۱۵مه نېټه رئيس شي جين پينګ په بېجينګ کې د امريکا له سوداګريز مرکچي روبرټ لايټسيځر او د ماليې له وزير سټيفن منوچين سره کتنه وکړه چې د يو پلاوي په مشرۍ سره د دواړو هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ د لوړې کچې سلامشورې په ۶م پړاو کې د ګډون لپاره چين ته راغلي وو. رئيس شي د دغې کتنې په وخت کې وويل چې چين او امريکا د نړيوالې سولې او ثبات په خوندي ساتلو او د نړيوال پرمختګ او سمسورتيا په هڅولو کې زياتې ګډې ګټې لري او دواړه په دې اړه مهمې دندې پر غاړه لري. د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دی چې نړيواله ټولنه هم دې ته په تمه ده. تر دې مخکې وخت ته وکتل شي، رئيس شي د تېر دسمبر په لومړۍ نېټه په ارجنټاين کې د چين او امريکا مشرانو په ملاقات کې هم دغه خبره تکرار کړې چې چين او امريکا د نړيوالې سولې او سمسورتيا په پرمخبيولو کې ګډې مهمې دندې لري. همکاري د دواړو خواوو تر ټولو ښه انتخاب دی.

د شي جين پينګ په يادو څو څرګندونو کې دنده او وظيفه بې له شکه تر ټولو مهمه کلمه ده. ځکه چې چين او امریکا دواړه د م م د امنيت شورا دايمي غړي دي او اقتصادي حجم يې د نړۍ ۴۰٪ نيسي چې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ، د نړيوالې سولې د ساتنې او له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې په شمول برخو کې خورا مهم رول لوبوي.

اغېزه يې لويه ده، نو دندې يې هم درنې دي. نن سبا نړۍ د نوي پړاو تخنيکي انقلاب او صنعتي اصلاحاتو له پرمختيايي فرصت سره مخ ده او پر وړاندې يې د ساتنې غوښتنې، يواړخيزم، د نړيوال اقتصاد د پرمختيايي ځواک کمزورتيا او د نوي ډول امنيتي ګواښونه هم شتون لري. چين او امريکا دې د دوو لويو اغېز لرونکو هېوادونو په توګه ګډه دنده پر غاړه واخلي چې د نړيوالو ګواښونو د مخنيوي او کنټرول او د پرمختيايي فرصتونو د جوړولو په برخو کې لارښوونکی رول ولوبوي، نه دا چې يوازې خپل پرمختګ ته پام وکړي.

طبيعي خبره دا ده چې چين او امريکا د سياسي نظام، کلتور، ملي وضعيت او پرمختيايي مرحلې د بېلېدو له امله يو له بل سره توپيرونه لري. دواړو هېوادونو په اقتصادي او سوداګريزه ساحه کې يو له بل سره د متقابلو ګټو پر بنسټ ډېرې نژدې اړيکې ټينګې کړې او د يو بل اقتصادي او سوداګريزې پاملرنې هم ډېرې پيچلې شوې دي. خو د خپلو ګمرکي تعرفو په جګولو او د سوداګريزو خنډونو په رامنځته کولو سره هېڅ ستونزه نشي حل کېدای، برعکس دواړو هېوادونو او نړيوال اقتصاد ته به زيان ورسېږي.

نو ځکه رئيس شي جين پينګ څو ځله ويلي چې همکاري د چين او امريکا تر ټولو ښه انتخاب دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ د خلکو په ګټه دی. چين په خپلو واقعي عملياتو کې همداسې کارونه کوي چې د يو کمربند او يوې لارې په وړانديز سره يې د نړيوالې همکارۍ لپاره يو نوی ډګر برابر کړی، په وار سره څه باندې ۳۰ زرو تنو په لېږدولو سره يې د م م په سوله ساتو عملياتو کې برخه اخيستې، د هېواد دننه د اصلاحاتو او ورخلاصون پر نوي پړاو پاليسيو ټينګار کوي او نړۍ ته يې نوي پرمختيايي فرصتونه جوړ کړي او جوړوي يې.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای