د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د اپريل په ۴مه نېټه په بېجينګ کې وويل، تر اوسه پورې څه باندې يو زر او اته سوو تصديو د چين په دوهم نړيوال وارداتي نندارتون کې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي دي. چين به شخصي تصديو او منځنيو او کوچنيو تصديو ته زياتې بلنې ولېږي او د دې تر څنګ بهرنيو پېرودونکو ته به هم بلنې ورکړي چې په دې نندارتون کې ګډون او ويناوې وکړي.
نوموړي وويل، د شلو صنعتي هېوادونو ډلې د ۱۷ هېوادونو او د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه د پرتو۳۰ هېوادونو په شمول د ۷۷ هېوادونو او سيمو کابو ۹۰۰ تصديو تړونونه لاسليک کړي دي، چې په دغو تصديو کې د نړۍ ۱۸۰ غښتلې او مخکينې تصدۍ هم شاملې دي.
نوموړي وويل، د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون د تر سره کېدو لپاره اوس چمتوالی روان دی. د چين د سوداګرۍ وزارت به اړوند کارونه تر سره او د هونګ چياو نړيوال اقتصادي فورم لپاره به هم چمتوالی ونيسي څو چې د ياد نندارتون برياليتوب ډاډمن کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |