د سين هوااژانس د خبر له مخې، د مصر د کورنيو چارو وزارت د اپريل په ۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د مصر سمندري پوځ په وروستيو ورځو کې د سره سمندر په غاړه په يوې بيړۍ کې دوه ټنه هيروين او ۹۹ کيلوګرامه ميتامفيتاميني پيدا کړل او ۷ تنه بهرني شکمن کسان يې ونيول.
په اعلاميه کې ويل شوي چې دوو مصريانو له ۷ بهرنيانو سره همکاري کړې چې غوښتل يې مصر ته شاو خوا ۱۱۵ مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت نشه يي مواد راوړي.
په اعلاميه کې د اوو بهرنيانو تابعيت نه دی په ډاګه شوی.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |