CRI Online

ډونالډ ټرمپ به لږ تر لږه يو کال وروسته پرېکړه وکړي چې د امريکا او مکسيکو تر منځ سرحدې پوله وتړي يا نه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-05 10:21:30

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپريل په ۴مه نېټه وويل، دی به لږ تر لږه يو کال وروسته پرېکړه وکړي چې د امريکا او مکسيکو تر منځ سرحدې پوله وتړي يا نه.

ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې وويل، دی به مکسيکو ته وخت ورکړي چې امريکا ته د غير قانوني کډوالو او درملو د ننوتلو مخنيوی وکړي. که دغه کارونه هيڅ اغيزمن نه وي، امريکا به له مکسيکو څخه د موټرو ګمرکي ماليات واخلي او يا د دواړو هېوادونو تر منځ سرحدې پوله به وتړي. ټرمپ وويل چې مکسيکو ته به د دې کار لپاره يو کال وخت ورکړي.

د امريکا د سوداګرۍ د نماينده ګۍ دفتر د شميرنې له مخې، مکسيکو د امريکا دريم لوی تجارتي همکار دی. په ۲۰۱۷ کال کې د دواړو هېوادونو عمومي تجارتي ارزښت ۵۵۷ مليارډ ۶۰۰ مليونه امريکايي ډالره و. د امريکا د ځينو سوداګريزو ډلو په قول د دواړو هېوادونو د سرحدې کرښې تړل به د امريکا شاو خوا ۵مليونه کارونه له ګواښ سره مخ کړي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای