CRI Online

روسيه هېله لري چې ناټو د حالاتو د ترينګلتيا مخه ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-05 10:29:08

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د روسيې خارجه وزارت د اپريل په ۴مه نېټه له ناټو سره د اړيکو په هکله وويل، روسيه د ترينګلو حالاتو د کچې د ټيټوالي او د باور د بيا ټينګښت په هکله خلاصه رويه غوره کوي، خو د ناټو لخوا يې هيڅ رغنده وړانديز نه دی ليدل. روسيه هېله لري چې ناټو زغم وساتي او د حالاتو د لا ترينګلتيا او د پوځي خطرونو مخه ونيسي.

د روسيې خارجه وزارت د روانې مياشتې له ۳مې نيټې څخه تر ۴مې نيټې پورې د امريکا په واشنټن کې د خارجه وزيرانو په کچه د ناټو په غونډه کې د يوې اعلاميې خپرولو ته په اشارې سره وويل، د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې او د اړوندو پريکړو له مخې، ناټو نه غواړي چې له روسيې سره سياسي او پوځي مقاومت پای ته ورسوي. روسيه غواړی د ترينګلو حالاتو د کچې د ټيټوالي، د باور د بيا ټيګښت، د ناسمو پيژندنو د مخنيوي او د خطرونو د کموالي په باره کې خلاصه رويه غوره کوي او له ناټو سره همکارۍ وکړي، خو د ناټو لخوا يې په دې اړه هيڅ رغنده وړانديز نه دی ليدلی. د دواړو خواوو د پوځي خواوو تر منځ د خبرو اترو لارې تر اوسه د تړلو په حال کې دې.

اعلاميه وايي، ناټو غواړي د اروپا په ختيځ کې لويه پوځي اډه جوړه کړي او يا ورته ځواکونه وليږي چې اړوندې پريکړې د ناټو او روسيې تر منځ له اړوندو تړونونو څخه سرغړونه ده.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای