د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا کانګرس د استازو جرګې د اپريل په ۴مه نېټه د يوې پريکړې په تصويبېدو سره د دغه هېواد له جنګي ځواک څخه غوښتي چې د يمن په جنګ کې دې برخه ونه اخلي. دا چې دغه پريکړه په مشرانو جرګه کې تصويب شوي، نو کانګرس به دغه پريکړه ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندې کړي. خو د عامو افکارو په اند امکان شته چې ټرمپ به دغه پريکړه رد کړي.
د استازو په جرګه کې په همدې ورځ د ۲۴۷ موافقو رايو او د ۱۷۵ مخالفو رايو په نتيجه دغه پريکړه تصويب شوه چې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه شوي چې په ۳۰ ورځو کې د يمن په جنګ کې د امريکايي پوځ ګډون پای ته ورسوي، خو د القاعدې سازمان پر وړاندې پوځي عمليات په کې شامل نه دی.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |