CRI Online

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: امريکا او چين نړيوالې دندې لري

cri     (GMT+08:00) 2019-04-06 15:51:00

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ځايي وخت د اپريل په ۴مه نېټه په سپينې ماڼۍ کې وويل، چې امريکا او چين نړيوالې دندې لري، نو که امريکا او چين په اقتصادي مشورو کې په يو تړون باندې موافقې ته ورسېږي، دا به د نړۍ لپاره ګټور وي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو له غړي، مرستيال صدراعظم او د چين او امريکا ترمنځ د هراړخيزو اقتصادي خبرو اترو له چيني لارښوونکي ليو هه سره وکتل. هغه د نړيوالو دندو په اړه د چين د ميډيا ګروپ د خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل،( نړيواله دنده ) ښه کلمه ده او رښتيا ده چې امريکا او چين نړيوالې دندې لري.

نوموړي وويل، چې د دواړو هېوادونو اقتصادي ګروپونه په همدې ورځ د نړيوالو دندو له امله په سپينې ماڼۍ کې راغونډ شول. که امريکا او چين په اقتصادي مشورو کې تړون لاسليک شي، دا به نه يوازې د دواړو هېوادونو لپاره، بلکې به د نړۍ لپاره ګټور وي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای