CRI Online

طالبانو د افغانستان د بادغيس ولايت اب کمري ولسوالو نيولې

cri     (GMT+08:00) 2019-04-06 16:21:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د يو اړوند خبرځای له قوله، د دغه هېواد د بادغيس ولايت اب کمري ولسوالي د اپريل د ۵مې نېټې په شپه د وسله والو طالبانو لخوا نيول شوې ده.

د بادغيس د ولايتي شورا غړي محمد ناصر نظري وويل، چې وسله والو طالبانو د درېيو ورځو راهيسې له دغه ولسوالۍ څخه راچاپيره وو او پر دغه ولسوالۍ باندې يې حملې کولې. د ۵مې نېټې په شپه يې په پوره توګه دغه منطقه ونيوه او د دغې ولسوالۍ ټول حکومتي ارګانونه يې تر خپل کنترول باندې راوستل. د معلوماتو له مخې، مخکې له دې افغان امنيتي ځواکونه له دغې ولسوالۍ څخه شاوخوا غرنيو سيمو ته په شا شوي وو.

تر اوسه افغان پوځ او حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای