CRI Online

روسيه، روسيې ته د کيم جونګ اون د سفر لپاره مقدماتي کار کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-06 17:02:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشر مرستيال يورو اوشاکوف د اپريل په ۵مه نېټه وويل، چې روسيه له دې هېواد څخه د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت (شمالي کوريا) د رهبر کيم جونګ اون د ليدنې لپاره مقدماتي کار کوي.

ټاس اژانس په همدې ورځ د اوشاکوف په حواله خبر ورکړ چې روسيه او ديموکراتيکه کوريا له روسيې څخه د کيم جونګ اون د سفر اړوندې چارې به پرمخ بوزي چې پکې د سفر د وخت او ځای په اړه سلامشورې شاملې دي.

اوشاکوف د روانې مياشتې په ۳مه نېټه ويلي وو چې روسيې ديموکراتيکې کوريا ته بلنه ورکړې، دواړه هېوادونه به د سفر د وخت په اړه سلامشوره وکړي، اوس روسيه د مقابلې خوا ځواب ته د انتظار په حال کې ده.

د ۲۰۱۸ کال په مې کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف ديموکراتيکې کوريا ته د سفر په ترڅ کې دې هېواد ته د ولاديمير پوټين د پيغام په ورکولو سره کيم جونګ اون ته له روسيې څخه د ليدنې بلنه ورکړې وه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای