CRI Online

د ۷ سترو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو په ناسته کې ځېنې توپيرونه نه دي حل شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-07 15:45:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ۷ سترو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنې ناسته د اپريل په ۶مه نېټه د فرانسې په دينارد ښار کې پای ته ورسېده. ۷ هېوادونو هوکړه وکړه چې دوی به د ترهګرۍ پرضد د مبارزې، انټرنيټي امنيت او په افريقا کې د سولې د ساتلو په برخو کې همکارۍ وکړي، خو د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د مسئلې او له ايران سره د اړيکو په شمول د ځېنو مسئلو په اړه د يادو ۷ هېوادونو تر منځ توپيرونه پاتې دي.

د فرانسې خارجه وزير جيان يويس لي دريان د دغې ناستې له پای ته رسېدو وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د فرانسې، المان، جاپان او کاناډا خارجه وزيرانو د څواړخيزې غوښتنې د ساتنې او پياوړتيا غوښتنه وکړه، تر څو د اقليمي بدلون په شمول يو شمېر نړيوالې مسئلې حل کړي. خو هغه په دې برخه کې د امريکا، بريټانيا او ايټاليا نظريې په ډاګه نه کړې. د دغې ناستې په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې راغلي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه د دغې ډلې د غړيو هېوادونو پر مخ تر ټولو مهمه مسئله ده، نو ۷ هېوادونه بايد په مداومه توګه د داعش د پياوړتيا تر شا ټولنيز، اقتصادي او سياسي عوامل له منځه يوسي. همدارنګه نړيوال امنيت لا هم له سختو ننګونو سره مخامخ دی، په تېره بيا د ذروي وسلو د نه خپرېدو او کموالي په برخه کې. ۷ هېوادونو د سولې د ساتلو په برخه کې د م م پر مرکزي رول ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې دوی به له افريقايي هېوادونو سره لا نژدې دوه اړخيزې او څواړاخيزې همکارۍ وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای