د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د اپريل په ۶مه نېټه د عراق له صدراعظم عادل عبدالمهدي سره د کتنې په ترڅ کې وويل، د ايران او عراق ترمنځ يو لړ همکارۍ به د دوه اړخيزو اړيکو د لا نژدې کېدو سبب وګرځي.
د ايران د اسلامي جمهوريت اژانس په ۶مه نېټه خبر ورکړ چې ولسمشر روحاني په همدې ورځ له صدراعظم عبدالمهدي سره د هغه همکاريز تړون پر پلي کولو بحث وکړ چې دواړو هېوادونو په تېره مياشت کې لاسليک کړی و. دواړو خواوو موافقه وکړه چې له قاچاق ، نشه يي توکيو او ترهګرۍ سره به د مقابلې په برخه کې لا ژورې همکارۍ وکړي.
ولسمشر روحاني وويل، ايران به په مداومه توګه عراق ته طبعي ګاز او برېښنا صادر کړي او د دواړو هېوادونو د بانکونو ترمنځ به همکارۍ پياوړې کړي. همدارنګه د دواړو هېوادونو د نښلولو په هکله د يوې اوسپنيزې لارې د جوړولو پروژه ښايي په راتلونکو مياشتو کې پرانيستل شي.
د معلوماتو له مخې، ولسمشر حسن روحاني د سږ کال په مارچ کې له عراق څخه ليدنه کړې وه او دواړو هېوادونو د دغې ليدنې په ترڅ کې د اقتصاد او سوداګرۍ په شمول په ګڼ شمېر ساحو کې د همکاريو يادښتونه لاسليک کړي دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |