CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزير : د منځني ختيځ په باب د امريکا د پيړۍ تړون د انديښنې وړ دی

cri     (GMT+08:00) 2019-04-08 09:55:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د مارچ په ۷مه نېټه د اردن په پلازمينه عمان کې وويل، روسيه هغو ناوړو اغېزو ته پاملرنه کوي چې ښايي د جولان لوړو او بيت المقدس په باب د امريکا د پرېکړې او د منځني ختيځ په باب د دغه هېواد د پېړۍ تړون له امله رامنځته شي. هغه له امريکا څخه وغوښتل چې د منځني ختيځ په هېوادونو کې خپلې لاسوهنې ختمې کړي.

لاورف په همدې ورځ له اردن څخه ليدنه وکړه او د دې هېواد د بهرنيو چارو له وزير سره يې وکتل او ورپسې يې په مطبوعاتي غونډه کې وويل، روسيه د پېړۍ تړون پر ځينو جزيياتو پوه شوې چې دغه جزييات د انديښنې وړ دي.

د اسرائيلو خبري رسنيو خبر ورکړی چې ټرمپ به په دې تړون کې غوښتنه وکړي چې د اردن سيند د لوېديځې غاړې په ۹۰ سلنه ځمکو کې او د ختيځ بيت المقدس د ځينو سيمو په پلازمينه فلسطين هېواد جوړ شي. خو فلسطين غواړي چې د ۱۹۶۷م کال د سرحدي کرښې پر بنسټ او د ټول ختيځ بيت المقدس په پلازمينه يو فلسطين هېواد جوړ کړي او دا يې هم ويلي چې هر سوله ييز پلان چې پکې ياد دريځ نه وي ياد شوی، دوی ته د منلو نه دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای