CRI Online

د ليبيا په پلازمېنه کې په وسلوالو شخړو کې ۲۱ تنه وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-08 09:56:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ليبيا د ملي اتحاد حکومت روغتيا وزارت د اپريل په ۷مه نېټه خبر ورکړ، چې د روانې مياشتې له ۴مې نېټې راهيسې، د دې هېواد په پلازمېنه ترابلس کې د ملي اتحاد حکومت د پوځ او د ليبيا د ختيځ سيمې ملي پوځ ترمنځ په شخړو کې ۲۱ تنه وژل شوي.

د خبر له مخې، په يادو شخړو کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۲۷ تنه ټپيان شوي دي. په دې خبر کې د مرګژوبلې د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.

ليبيا ملي پوځ د روانې مياشتې په ۴مه نېټه پر ترابلس پوځي بريد وکړ او د ملي اتحاد حکومت له پوځ سره يې سخته جګړه وکړه.

په ۲۰۱۱ کال کې د معمر القذافي رژيم نسکور شو. له دې وروسته ليبيا په خړپړ حالت کې لوېدلې ده. تر اوسه پورې په دې هېواد کې دوه سيال قدرتونه شتون لري او ډېرې سيمې د حکومت له واک وتلې دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای