CRI Online

د يمن وسله وال حوثيان: پر صنعا د ائتلافي ځواکونو د يوه هوايي بريد له امله يوولس تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-08 09:57:57
 

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د يمن وسله والو حوثيانو د اپريل په اوومه نېټه وويل چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په همدې ورځ د دې هېواد پر پلازمينې صنعا هوايي بريد وکړ چې له امله يې لږ تر لږه يوولس تنه وژل شوي او ۳۹ تنه نور ټپيان دي چې په دې جمله کې يې زياتره زده کوونکي دي.

د وسله والو حوثيانو په اړوند د روغتيا څانګې وياند يوسف حيدري وويل چې د صنعا په ختيځ کې پر يوه ښوونځي د هوايي بريد له امله لږ تر لږه يوولس تنه وژل شوي او ۳۹ تنه نور ټپيان دي چې زياتره يې ښځينه زده کوونکي دي.

د ملکيانو په خبره د همدې ورځې په غرمه د ياد ښوونځي په څنګ کې د فلزي توليداتو پر يو ورکشاپ بريد وشو او ترې دوه ځله د چاودنو غږ واوريدل شو او لوخړې ترې پورته کېدلې.

د سعودي عربستان د خبري تلويزيون د خبر له مخې د ائتلافي ځواکونو جنګي الوتکو په همدې ورځ د دې ښار په ختيځ او جنوبي سيمو کې د وسله والو حوثيانو پر پوځي اډو څو ځلې هوايي بريدونه تر سره کړل.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای