CRI Online

که امريکا د ايران انقلابي ګارد د يوه ترهګريز سازمان په توګه وبولي،نو دوی به له امريکا څخه غچ واخلي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-08 15:16:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران اسلامي انقلابي ګارد د اپريل په اوومه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې که امريکا د يوه ترهګريز سازمان په توګه د ايران انقلابي ګارد وپېژني،نو دوی به له امريکا څخه غچ واخلي.

په دې وروستيو ورځو کې د لويديځو هېوادونو ځينو خبري رسنيو خبر ور کړ چې د امريکا حکومت پلان لري چې د ايران اسلامي انقلابي ګارد د يو ترهګريز سازمان په توګه وپېژني.

په دې هکله د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس خبر ور کړ چې د ايران د انقلابي ګارد د عمومي قوماندان محمد علي جعفري په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د امريکا ياده پرېکړه سمه نه ده. که امريکا په رښتيني توګه دغه پلان پلی کړي او د ايران دولتي امنيت ته ګواښ پېښ کړي، زموږ ګارد به ور څخه غچ واخلي.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې که امريکا د ايران اسلامي انقلابي ګارد د يو ترهګريز سازمان په توګه وپېژني، نو د امريکا پوځ او امنيتي ځواکونه به په لويديځه اسيا کې اوسنۍ ارامتيا له لاسه ور کړي.

له دې نه مخکې امريکا د ياد ګارد پورې اړوند يو شمېر سازمانونه او شخصيتونه په تور ليست کې زيات کړی او د دې ګارد پورې اړوند د القدس ډله يې د يوې ترهګريزې ډلې په توګه بللې ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای