د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اقتصادي حالت د خرابېدو له امله د غزې يو ژوبڼ په عادي ډول فعاليت نه شي تر سره کولی، نو ۴۰ حيوانات يې د اپريل په اوومه نېټه اردن ته وليږدول شول.
له وحشي حيواناتو سره د يو نړيوال مرستندويه سازمان تر مرستې لاندې د غزې په جوب رفح کې د ياد ژوبڼ دغه حيوانات په همدې ورځ په قفسونو کې تر بندولو وروسته د اردن د طبيعت ساتنې سيمې ته وليږدول شول.
په دغو حيواناتو کې پنځه زمريان، پنځه بيزوګان، څلور شترمرغان،درې طاووسونه او لس سنجابونه شامل دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |