CRI Online

د کرواتيا پخوانی صدراعظم: د چين او کرواتيا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ مهم ټکي ژور پوهاوی، د کلتوري تبادلې زياتول او فکري مرکزونو جوړول دي.

cri     (GMT+08:00) 2019-04-08 16:13:16

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ به په روانه مياشت کې له کرواتيا څخه رسمي ليدنه وکړي او د چين او د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو د مشرانو په غونډه کې به ګډون وکړي، دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو له ټېنګېدو راهيسې د چين د صدراعظم لومړی ځل دی چې له کرواتيا څخه به ليدنه وکړي. د کرواتيا پخواني ولسمشر سجيپان مېسيک له خبريال سره په مرکه کې وويل، د کرواتيا او چين ترمنځ دوستي لرغونی تاريخ لري، د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي اړيکې ښې دي او په بېلابېلو برخو کې يې همکارۍ پيل شوې دي. د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ مهم ټکي ژور پوهاوی، د کلتوري تبادلې زياتول او فکري مرکزونو جوړول دي.

نوموړي وويل، سره له دې چې د کرواتيا او چين ترمنځ اړيکې به په ښه ډول پرمختګ ومومي او د کرواتيا حکومت هم په سياسي کچه د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ هيله لري، خو په دې برخه کې د کرواتيا کړنې کمې دي. ځکه چې دغه هېواد د چين په اړه کم معلومات لري.

نوموړي د چين او کرواتيا ترمنځ د اړيکو د راتلونکي پرمختګ په اړه وويل، چې تر هر څه لومړۍ بايد ژر تر ژره فکري مرکزونه او څېړنيز مرکزونه جوړ شي، د کرواتيا حکومت بايد له چين سره په بېلابېلو برخو کې تګ راتګ ته په درنه سترګه وګوري او دواړه هېوادونه بايد د خلکو د تګ راتګ لپاره زياتې زمينې برابرې کړي او سوداګريز خنډونه کم کړو.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای