CRI Online

امريکا د ايران انقلابي ګارډ ترهګريزه ډله اعلان کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-09 10:16:11

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپرېل په ۸مه نېټه اعلان وکړ چې امريکا د ايران انقلابي ګارډ د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل شوی دی. دا لومړی ځل دی چې امريکا د يو هېواد ملي ځواک د ترهګرو ډلو په ليست کې شاملوي.

د سپينې ماڼۍ په يوې خپرې شوې اعلاميې کې د ټرمپ په قول ويل شوي چې دغه عمل به پر ايران د امريکايي فشار پيمانه او زور زيات کړي.

د ايران انقلابي ګارډ د روانې مياشتې په ۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، که د ايران انقلابي ګارډ د امريکا لخوا د ترهګريز سازمان په توګه وبلل شي، نو ورڅخه به غچ واخلي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای