CRI Online

ايران د امريکا د پوځ مرکزي قومانداني د ترهګريز سازمان په توګه اعلان کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-09 10:21:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د ملي امنيت عالي شورا د اپرېل د اتمې نېټې په شپه د امريکا د پوځ مرکزي قومانداني او په لوېديځې اسيا کې د امريکا ځواکونه د ترهګريز سازمان په توګه اعلان کړل.

د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس خبر ورکړ چې د ايران د ملي امنيت عالي شورا په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د امريکا حکومت د ترهګريزو عملياتو ملاتړونکي کړنې لري. ايران د امريکا د پوځ مرکزي قومانداني او په لوېديځې اسيا کې د امريکا ځواکونه د ترهګريز سازمان په توګه اعلان کړل.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې امريکا او د ده همکارو هېوادونو په لوېدېځې اسيا کې د ترهګريزو او افراطي سازمانونو ملاتړ کوي او د ايران اسلامي انقلابي ګارډ تل له ترهګرو او افراطي کسانو سره په مبارزه لګيا وي. ايران د امريکا د هغې پرېکړې سخته غندنه وکړه چې له مخې يې د ايران اسلامي انقلابي ګارډ د ترهګريز سازمان په توګه بللی او وايي چې د امريکا عمل ناقانونه او خطرناک دی.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د امريکا ياد بې اساسه عمل نه يوازې له نړيوالو قوانينو او د م م له منشور څخه څرګنده سرغړونه ده، بلکې سيمه ييزه او نړيواله سوله هم تهديدوي. امريکا بايد د دې عمل د بدو پايلو مسئوليت پر غاړه واخلي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې مياشتې په ۸مه نېټه اعلان وکړ چې امريکا د ايران اسلامي انقلابي ګارډ د ترهګرو سازمانونو په ليست کې شامل کړ.

د ايران اسلامي انقلابي ګارډ په ۱۹۷۹م کال کې د ايران له اسلامي انقلاب وروسته جوړ شوی او د ايران له امنيتي ځواکونو سره د ايران پوځي قوت جوړوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای