د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په دې وروستيو ورځو کې د نړۍ د غوره ښځو د همکارۍ او پرمختګ لومړی فورم د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې تر سره شو. له فرانسې، چين، جاپان او نايجر څخه راغلو ښځينه استازو په ياد فورم کې ګډون کړی و.
( د سړي او ښځو د مساوات اصل او جنسي پاليسي )،( د ښځو او چاپيريال دوامدار پرمختګ) او ( د ښځو او د تصديو خاوندانو روحيه او د لارښوونې توان ) د دې فورم درې موضوعات وو. ګډونوالو په سياسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د ښځو موقعيت، د ايکولوژيکي چاپيريال د تدريج لپاره د ښځو خدمتونه، په راتلونکي کې د ښځو د لارښوونې توان، په خپله د شرکت جوړولو په برخه کې د ښځو ازادي او د ښځو کاري حالت په اړه بحثونه وکړل.
د نړۍ د غوره ښځو د همکارۍ او پرمختګ دغه لومړی فورم د CIBOLA PARTNERS، CCP او CBS په ګډې همکارۍ تر سره شو.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |