CRI Online

د ۲۰۱۹ کال د سمايف سپورټي لګښت ۱۴م نړيوال نندارتون به ژر پيل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-09 16:27:28
د ۲۰۱۹ کال د سمايف سپورټي لګښت ۱۴م نړيوال نندارتون به د اپريل له ۲۹مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د چين د دولتي غونډو په مرکز کې تر سره شي. د سمايف نړيوال سپورټي لګښت نندارتون د بېجينګ د سمايف سپورټي شرکت لخوا تر سره کېږي. د دې نندارتون عمده موخه تخنيکي نوښت او سپورټي سوداګري يو ځای کول دي. دغه نندارتون د هر کال د مارچ په پای او اپريل په لومړيو کې په چين کې تر سره کېږي چې د چين لوی او پراخه اغېزه لرونکی سپورټي نندارتون دی او په نړۍ کې هم ډېر مشهور دی. په تېرو کلونو کې په دغه نندارتون کې د چيني او بهرنيو غوره سپورټي شرکتونو، سپورټي استازو او حکومتي استازو ګډون کړی و او د دوی د مخکښو تخنيکونو او غوره نظريو له لارې سپورټي سوداګرۍ په دوامدار ډول پرمختګ ومونده. د دې نندارتون سږنۍ موضوع د سپورټي لګښت تدريج دی. په چيني بازار کې د سپورټي خدمت د لګښت ونډه کمه او د سپورټي موادو لګښت ډېر دی. د ابراهم هارولډ مسلو ( Abraham Harold Maslow) د مصرفي اصولو له مخې، د موادو له لګښت څخه د خدمتونو تر لګښت پورې تغير قهري تمايل دی. سره له دې چې د سپورټي خدمت د لګښت ونډه ډېرېږي، خو تر اوسه د چين د سپورټي سوداګرۍ لپاره مهم ټکی دا دی چې د سپورټي تدريجي لګښت لوړ کړي او د ۲۰۱۹ کال د سمايف سپورټي لګښت د نړيوال نندارتون موضوع هم د تدريجي لګښت لوړول دي. سږکال د ياد نندارتون د ډيزاين او کچې په برخو کې د تېرو دورو نندارتونونو په پرتله لوی پرمختګ شوی. د سمايف سپورټي لګښت نړيوال نندارتون مشر يوان فانګ وويل، سږکال به په دغه نندارتون کې د توليداتو نوښت ته پاملرنه وشي او د انټرنېټ له لارې د نندارتون نوی شکل به رامنځته شي او نندارچيانو ته به لا جامع او ارزښتناکې نندارې وړاندې شي. برسېره پر دې، د تېرو دورو نندارتونونو په پرتله، په دغه نندارتون کې به د چين د فوټبال ټولنې، د تېنس ټولنې، د باسيکل ځغلولو ټولنې او د بوکس ټولنې په شمول نورې زياتې سپورټي ټولنې ګډون وکړي، د دغه سږني نندارتون په اړه به پيکين پوهنتون، د بېجينګ سپورټي پوهنتون او د پلازمېنې سپورټ پوهنځی څه باندې ۱۰ مقالې خپرې کړي. د سمايف سپورټي لګښت نړيوال نندارتون هدف دا دی چې په سپورټي برخه کې سوداګران د سپورټي سوداګرۍ پر بېلابېلو حالاتو او تغيرونو پوه شي او د سپورټي سوداګرۍ د راتلونکي تمايل او تغير په اړه پيشګويي وکړي. په ۲۰۱۹ کال کې به سپورټي سوداګري جامع شي. دغه سوداګري به له بېلابېلو صنايعو سره، د کلتور، سيل او تعليم په برخه کې همکارۍ وکړي. سپورټ به د عادي کېدو په بهير کې خپل رښتينی ارزښت وښيي. دغه نندارتون به د نوې او لوړې درجې سپورټي سوداګرۍ د رامنځته کولو لپاره نورې زياتې سرچينې برابرې کړي. د مالوماتو له مخې، څه باندې ۳۰۰۰ تصديو په دې نندارتون کې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي دي. د د ې نندارتون مساحت ۲۵ زره مربع متره دی چې پکې کابو ۱۰۰ د معرفۍ غونډې او سوداګريز فورمونه به تر سره شي. د دې تر څنګ، د۳۰ هېوادونو او ۱۰۰ نړيوالو سپورټي سازمانونو استازي، د ۲۰۰ تصديو او ۱۰۰ رسنيو استازي او ۳۰۰ حکومتي چارواکي به په دې نندارتون کې ګډون وکړي او د سپورټي سوداګرۍ سوداګر به د سرچينو تګ راتګ او د نظر تبادلې وکړي. د اپريل له ۲۹مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې به د ۲۰۱۹ کال د سمايف سپورټي لګښت په نړيوال نندارتون کې د هر يو چيني او بهرني سوداګر د ګډون تود هرکلی وشي. (فرشته)
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای