CRI Online

امريکا د منځني ختيځ حالات ګډوډ کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-09 20:46:06

په دې وروستيو کې د منځني ختيځ حالات خراب شوي او د څو قوتونو ترمنځ د مخامخېدو خطر ډېر شوی چې د دې وضعيت تر شا د امريکا سيوری ليدل کېږي. د اپريل په ۹مه نېټه، د اسرائيلو د پارلمان ټاکنې پيل شوې. د امريکا ولسمشر دوڼالډ ټرمپ تر دې مخکې پر جولان لوړو د اسرائيلو د حاکميت منل اعلان کړل چې د ټرمپ دغه کړه د نړيوالې ټولنې له سخت مخالفت سره مخامخ شوه. دا اسرائيلي صدراعظم بنجامين نيتانياهو ته د امريکا ورکړل شوی لوی سوغات دی، او شک نشته چې د نيتانياهو د ماموريت موده به دوام ولري. د دې ترڅنګ، ټرمپ د اپريل په ۸مه نېټه د ايران د انقلاب ساتندويه ځواک د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړ. دا لومړی ځل دی چې امريکا د يو هېواد ملي ځواک د ترهګرو ډلو په ليست کې شاملوي. له يادو دوو لويو چارو څخه ښکاريږي چې د منځني ختيځ په اړه د امريکا ستراتيژي د چټک بدلون په حال کې ده، د يو اړخيزم کړه وړه ښايي نړيوالې سولې ته زيانونه ورسوي.

د امريکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ له ټاکل کېدو وروسته، سخت دريځه ګوند ګام په ګام د منځني ختيځ په اړه د تګلارې په جوړولو کې لارښوونکی رول لوبولی. په داسې حال کې د اسرائيلو ځواک نور هم پياوړی شوی او فلسطين لا کمزوری شوی دی، امريکا د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سولې بهير له هڅولو څخه لاس اخيستی او د منځني ختيځ په اړه يې د اسرائيلو پياوړتيا او د ايران ګوښي کول د خپلې پاليسۍ محور ګرځولی.

دا په نړۍ کې ډېره نادره ده چې د حاکميت لرونکي هېواد پوځ د ترهګريزو ډلو په لېست کې شامليږي، د امريکا دغه کړنه به د سيمه ييزو حالاتو د مسلسلې ګډوډۍ سبب وګرځي. ايران د امريکا د ياد عمل سخته غندنه کړې. د ايران د ملي امنيت عالي کمېټې د اپريل په ۸ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د امريکا دغه کړنه ناقانونه او ډېره خطرناکه ده، او اعلان يې وکړ چې د امريکا د پوځ مرکزي قومانداني او په لوېديځه اسيا کې د امريکا ځواکونه د ترهګريز سازمان په توګه پېژني. دغه راز به د امريکا او ايران ترمنځ د هر اړخيز مستقيم ټکر خطر ډېر شي، له بلې خوا امريکا به له اسرائيلو څخه د هېواد د قلمرو او پوځي چارو خپل ملاتړ نور هم زيات کړي.

په افغانستان او عراق کې د امريکا د ۲ جنګونو له امله نه يوازې امريکا د مشکلاتو په ډنډ کې ګير شوې، بلکې په منځني ختيځ کې ډېرې ستونزې رامنځته شوې او د ترهګرۍ د پراختيا لپاره زمينه برابره شوې، د دې سيمې د سولې او پرمختګ بهير ډېر ځنډېدلی. اوس امريکا پر نړيوالو قوانينو او مقرراتو سترګې پټې کړي او يو اړخيز عمل يې کړی چې له امله يې د منځني ختيځ حالات بيا ترينګلي شوي، د امريکا کړنه د سولې په خلاف تحريک دی. منځنی ختيځ جګړې ځپلې سيمه ده، سوله د ځايي خلکو ارمان دی، نړيواله ټولنه د سولې غوښتنه کوي. خو امريکا به منځنی ختيځ کوم وضعيت ته ورسوي؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای