CRI Online

د موناکو فوټبال کلب غواړي د چيني ځوانانو د فوټبال خوب د تر سره کولو سره مرسته وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-11 09:23:55

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ايتاليا د ولسمشر سيرګيو ماتاريله، د موناکو مشر شهزاده البيرټ دوهم او د فرانسې د ولسمشر ايمانويل ماکرون په بلنه د مارچ له ۲۱ مې نېټې څخه تر ۲۶ مې نېټې پورې له دغو درېيو هېوادونو څخه رسمي ليدنه وکړه.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه د موناکو له شاهزاده البيرت دويم سره خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ وويل، ډېر خوشحاله يم چې د شاهزاده په بلنه له دغه هېواد څخه رسمي ليدنه کوم. دا د چين د دولت رئيس لومړی سفر دی چې موناکو ته سفر کوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو له ټينګېدو راهيسې په دې څه باندې ۲۰ کلونو کې دواړو هېوادونو صادقانه، دوستانه او مساوي اړيکې جوړې کړې دي. اوس دوه اړخيزو اړيکو او کاري همکاريو يې ښه پرمختګ موندلی دی، په ځانګړې توګه د چاپيريال د ساتنې، مخابراتو، موبايلي تاديې په نويو برخو کې همکارۍ تر ټولو پياوړې دي. د چين او موناکو ترمنځ اړيکې د هغو هېوادونو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ لپاره يوه ښه بېلګه ده چې د مساحت، تاريخي کلتور او ټولنيز حالات يې ډېر فرقونه سره لري.

شاهزاده البيرت دويم د موناکو د شاهي کورنۍ، حکومت او خلکو په استازيتوب له دغه هېواد څخه د شي جين پينګ د ليدنې تود هرکلی وکړ. نوموړي وويل، د چين د جوړېدو د ۷۰مې کليزې په مناسبت زه هيله لرم چې چين به لوی او زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي. د چين او موناکو ترمنځ اړيکې ښې روانې دي.

د موناکو فوټبال کلب د نړيوالو چارو مشر ګېورګ فېستېتيکس خبريال ته وويل چې د دغه هېواد د بېلا بېلو برخو شخصيتونه د رئيس شي جين پينګ سفر ته سترګې په لاره دي، هيله لرم چې دغه سفر به د چين او موناکو تر منځ په اقتصادي او سوداګرۍ او سپورټي برخو کې د همکارۍ په اړه نوي فرصتونه رامنځته کړي.

د موناکو او چين تر منځ دوستي اوږد تاريخ لري. د موناکو مشر شهزاده البيرټ دوهم چين ته لس ځلې سفرونه کړې. شهزاده البيټ دوهم د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کې په بېجينګ کې له رئيس شي جين پينګ سره تر خبرو اترو وروسته د موناکو فوټبال کلب د شپږ نمبر لرونکې د فوټبال جامې رئيس شي جين پينګ ته ورکړې. د دغه فوټبال کلب د نړيوالو چارو مشر ګېورګ فېسستيتيکس وويل چې په شپږ نمبر کې يو ښايسته ارزښت شته، ځکه هيله ده چې د چين او موناکو تر منځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې په ثابته او سمه توګه پرمختګ وکړي. د رئيس شي جين پينګ له موناکو څخه دغه سفر په اړه د موناکو بېلا بېلې برخې سترګې په لاره دي.

(اواز۱) رئيس شي جين پينګ او شهزاده البيټ دوهم د بېلا بېلو مسئلو په اړه ګډې نظريې لري، د مثال په توګه، د اقليمي بدلون، د چاپيريال ساتنه او فوټبال او داسې نور. دواړه مشران د فوټبال مينه وال دي. له موناکو څخه د رئيس شي جين پينګ سفر نه يوازې زموږ لپاره وياړ دی، بلکې د دواړو هېوادونو لپاره به د زياتو همکاريو فرصتونه راوړي او د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګرۍ، کلتور او په سپورټي برخو کې همکارۍ به ژورې کړي. د موناکو فوټبال کلب غواړي په سږ کال کې له چيني همکارانو سره دوه اړخيزې اړيکې زياتې او ټينګې کړي، زموږ له هېواد څخه د رئيس شي جين پينګ ليدنې ته سترګې په لاره يو.

له تېرو څو کلونو راهيسې، د موناکو فوټبال کلب په نظر کې په پوره د چين بازار د مهم ځای په توګه ګوري او پرېکړه يې کړې ده چې له چين سره اړيکې ټينګې او زياتې کړي او په چين کې همکاران او دوستان پيدا کړي. له تېرو شپږو کلونو راهيسې ګېورګ فېسستيتيکس له چين څخه ۲۰ ځلې ليدنې کړې. هغه دوه کلونه مخکې چيني ژبه زده کړه ځکه چې هغه غواړي له چيني همکارانو او خپلو مينه والو سره په ښه توګه خبرې اترې وکړي.

(اواز۲)چيني ژبه يوه ډېره ښکلې او خوږه ژبه ده. چين لرغونی تاريخ لري او دوه زره کلونه مخکې پکې د فوټبال لوبه کېدله. زه له چين سره په اړيکو ټينګار کوم، زما په اند د چيني ژبې زده کول يو مهم توان او لوړ استعداد دی. سر بېره پر دې، د چيني ژبې د زده کولو پر بنسټ، په رښتينې توګه پر چيني کلتور باندې د پوهېدو ډېره مرسته کولی شي. دا ډېره په زړه پورې ده چې پر چيني ژبه ليکل وکړې او پر چيني ژبې خبرې وکړې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای