CRI Online

د بريټانيا د صنعت ۰.۴ درېيمه سرمشريزه غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-11 16:00:10

د بريټانيا د صنعت ۰.۴ درېيمه سرمشريزه غونډه يعنې نندارتون پر ځايي وخت د اپرېل په لسمه نېټه د لومړي صنعتي انقلاب په مبدا منچيسټر کې پرانيستل شو. په بريټانيا کې دغې روانې غونډې د ۷۰ تصديو او پوهنتونونو څه د پاسه ۲۵۰۰ مسلکي شخصيتونه او استازي جذب کړي او په کې د برخه والو شمېر نوی تاريخي ريکارډ جوړ کړی دی.

ياده غونډه په لومړي ځل ۲۰۱۷ کال کې په بريټانيا کې جوړه شوه او روان کال درېيم کال دی چې دغه غونډه تر سره کېږي. د روانې سرمشريزې غونډې اصلي موضوع د توليدي چارو د ډيجيټلي بدلون په بهير کې ستونزې او د ښوونې او ځيرکي توليد نښلول دي.

د صنعت ۰.۴ د څلورم صنعتي انقلاب په توګه بلل کېږي . اوس په ګردې نړۍ کې د ځيرکي توليد ، مصنوعي ځيرکتيا او سترو معلوماتو په ګډون د څلورم صنعتي انقلاب څپې خورې شوې دې . د روانې سرمشريزې غونډې د رئيسه او جوړونکي په توګه د بريټانيا د تجهيزاتو، کنترول، اتوميشن او لابراتوار د ګډې ټولنې اجرائيوي مشر سټيفن برامبلي وويل چې سمارټ ټېکنالوژي په تدريجي توګه د ټولو توليداتو پروسې ته داخليږي او په دغه غوره والي سترګې نشي پټېدلی.

د اتوماتيک، انټرنېټ ، مصنوعي ځيرکتيا او د ۳دي چاپ په شمول د بريټانيا لسګونو تصديو په روانه سرمشريزه غونډه کې ګډون کړی دی .

د HMK اتوماتيک ګروپ کوم چې په تېرو مسلسلو درېيو کلونو کې يې په دغه صنعتي نندارتون کې برخه اخيستې ده، اوس د بريټانيا د روبوټيک صنعت کې مخکښ ځای لري. دا شرکت اوس مهال په نړۍ کې د مصنوعي ځيرکتيا ټېکنالوژۍ له اتو مخکښو شرکتونو سره همکارۍ کوي ترڅو د دقيقو وسايلو توليد او د مصنوعي ځيرکتيا د بشپړ ترکيب لپاره د مصنوعي ځيرک ټېکنالوژۍ چټکو پرمختګ سره سمون ومومي. د HMK ګروپ د ادارې منيجر ګري کيچين وويل، دا شرکت غواړي چې خپل ملګري يې په نړۍ کې پرمختګ وکړي.

(اواز ۱)

دوه کاله دمخه، موږ وليدل چې د روبوټ صنعت د پرمختګ لپاره مو ښه امکانات درلودل، نو موږ په نړيواله پيمانه همکاران لرو. د چين په شانګهای کې ټېکمن شرکت د دې صنعت لرونکي مارکيټ د نوښت توان لري. دغه راز موږ يو شراکت رامنځته کړی. HMK هم په اروپا کې د شانګهای د ټېکمن شرکت لومړی همکار ګرځېدلی دی . موږ به د آسيا، په تېره بيا د تايوان د غوره توليدي توان پر اساس اروپايي بازار ته نور محصولات معرفي کړو.

په دې غونډه کې ښوونې او په راتلونکې کې د ځيرک توليد تر منځ منځګړيتوب په صنعت کې د بحث يوه لويه موضوع ده. د صنعت ټولنې استازو د ښوونيزو چارو د اصلاحاتو د راتلونکي په اړه بحثونه کړي دي. د منچيسټر پوهنتون د ميخانيکي انجنيرۍ پوهنځي مشر پالو بارتولو وويل چې د صنعت څلورم انقلاب د زده کوونکو د نوښت او د زده کړې توان لوړولو ته هم اړتيا لري.

(اواز ۲)

په اوس وخت کې د برتانوي پوهنتونونو کې د ښوونکو ترمنځ يو موافقه شتون لري او ښوونکي ښوونه او روزنه کې ډېر وخت لګوي او زده کوونکي د زده کړې په برخه کې لږ فعال دی چې دا بايد بدلون ومومي.

په پوهنتونونو کې به د محصلينو لپاره يو داسې ډګر چمتو شي چې دوی به وکولی شي هر وخت خپل اختراعات پکې نندارې ته وړاندې کړي.

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای