CRI Online

د اسرائيلو د پارلمان د انتخاباتو نتيجه خپره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-12 10:36:34
د اسرائيلو د پارلمان د انتخاباتو نتيجه خپره شوه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو د انتخاباتو مرکزي کميسيون د اپريل د ۱۲مې نېټې په سهاروختي د پارلمان د انتخاباتو نتيجه خپره کړه چې له مخې يې د لومړي وزير نيتانياهو په مشرۍ ليکود ګوند ۳۶ څوکۍ تر لاسه کړي او زرغون او سپين ګوند ۳۵ څوکۍ ګټلې دي، داسې ښکاري چې ليکود ګوند زرغون او سپين ګوند ته ماته ورکړې او د اسرائيلو د نوې دورې پارلمان لومړی لوی ګوند ګرځېدلی دی.

د اسرائيلو د انتخاباتو د مرکزي کميسيون رئيس هنان ميلسير وويل، د پارلماني انتخاباتو رسمي نتيجه به د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه ولسمشر ريوين ريولين ته وړاندې کړي او ښايي د ټاکنو په پايله کې نور بدلون هم راشي.

د څېړونکو په اند، دا شونتيا زياته ده چې نيتانياهو به په برياليتوب سره کابينه جوړه کړي او په دوامداره توګه به د لومړي وزير دنده پر غاړه واخلي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای