CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت: وينزويلا ته د امريکا د بنديزونو له امله ۱۱۰ مليارډه امريکايي ډالره زيان رسيدلی

cri     (GMT+08:00) 2019-04-12 10:57:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د اپريل په ۱۱ مه نېټه وويل چې وينزويلا ته د امريکا د بنديزونو له امله لږ تر لږه ۱۱۰ مليارډه امريکايي ډالرو زيان رسيدلی دی، دغه هېواد ته بايد بشري مرستې برابرې شي، تر ټولو به دا ښه وي چې پر وينزويلا لګېدلي بنديزونه پای ته ورسيږي.

زاخاروا په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې هغه بشري مرستې چې لويديځ هېوادونه غواړي په زور سره وينزويلا ته ور کړي، يوازې د څو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت وي، خو دغه هېواد ته د امريکا د يو اړخېز بنديزونو له امله لږ تر لږه ۱۱۰ مليارډو امريکايي ډالره زيانونه رسيدلي دي. د امريکا موخه دا ده چې د هر ډول تدبير له لارې د وينزويلا پر خلکو فشار راوړي څو خپله سياسي موخه تر لاسه کړي. امريکا پر زياتو هېوادونو دغه ډول فشارونه راوړي دي. د ونزيلا مسئلې په اړه د نړيوال قانون اصول بايد پلي شي او روسيه ټينګه ملاتړ ترې کوي او نور هېوادونه دې پر دغه هېواد د کنټرول هڅې نه کوي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای