د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د خلکو عالي ولسي کانګرس د۱۴مې دورې د لومړی پړاو غونډه د اپريل په ۱۱ مه نېټه پرانيستل شوه، په دغه غونډه کې د دغه هېواد د دولتي شورا مشر په توګه د ديموکراتيکې کوريا مشر کيم جونګ اون انتخاب شو، چوې رونګ های د دغه هېواد د دولتي شورا د مشر مرستيال او د خلکو د عالي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر په توګه وټاکل شو او کيم جای رونګ د دغه هېواد د صدراعظم په توګه وټاکل شو.
د مالوماتو له مخې، د دغې غونډې د لومړۍ ورځې اجنډا د پينګ يانګ په مانسودای تالار کې تر سره شوه. د دغه کانګرس غړي چوې رونګ های غونډې ته وړاندېز وکړ چې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د دولتي شورا د مشر په توګه کيم جونګ اون انتخاب کړي ورپسې ټولو ګډون والو په يو اواز ترې ملاتړ وکړ.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |