CRI Online

د سوډان د دفاع وزير د پوځ د انتقالي کمېټې رئيس وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-04-12 15:44:51
د سوډان د دفاع وزير د پوځ د انتقالي کمېټې رئيس وټاکل شو

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوډان د دفاع وزير عوض محمد احمد بن عوف د اپريل په ۱۱مه نېټه د دې هېواد د پوځ د انتقالي کمېټې د رئيس په توګه لوړه وکړه.

نوموړي په همدې ورځ په ټلويزيوني وينا کې اعلان وکړ چې د سوډان د ولسمشر عمر البشير په مشرۍ حکومت ړنګ شوی او په دغه هېواد کې بېړنی حالت پيل شوی دی. هغه وويل، البشير نيول شوی او اوس په يو خوندي ځای کې دی. هغه زياته کړه چې يوه انتقالي پوځي کمېټه به جوړه شي او د راتلونکو دوو کلونو لپاره به د هېواد چارې سمبال کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای