د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ويرجينيا ايالت د ختيځې برخې څارنوالۍ د اپريل په يوولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ويکي ليکس پر بنسټګر جولين اسانج تور ولګاوه چې د ۲۰۱۰ کال په مارچ مياشت کې يې د امريکا د ځمکني پوځ د پخواني استخبارتي کارکوونکي چيلسي مانينګ په مرسته د دې هېواد د دفاع وزارت د يو کمپوټر پسورډ پيدا کړ او وروسته يې ډېر محرم حکومتي اسناد افشا کړل.
په اعلاميه کې ويل شوي، امريکا په دغه جرم کې پر جولين اسانج شک لري، نو د اېکواډور په سفارت کې د ده سياسي پناه ختمه شوې ده او د بريتانيا پوليسو د امريکا او بريتانيا ترمنځ د سپارلو تړون له مخې په دې هېواد کې د اېکواډور په سفارت کې جولين اسانج ونيوه. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |