د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريه زاخاروا د اپريل په يوولسمه نېټه وويل، امريکا د ايران اسلامي انقلابي ګارډ ترهګريز سازمان بللی او موخه يې ترې په دومداره توګه پر ايران د فشارونو اچول دي. د روسيې په اند، د ايران پر وړاندې د امريکا تګلارې رغنده رول نه لري او د وضعيت لپاره ګټورې نه دي.
زاخاروا په همدې ورځ د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبري ناسته کې وويل، له ايران پرته، په منځني ختيځ کې سيمه ييز کلک امنيتي ميکانيزم نه شي جوړېدلی. په عين وخت کې په سوريه، عراق او افغانستان کې د ارامتيا ضمانت نه شي تر سترګو کېدلی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |