د سین هوا اژانس د خبر له مخې د چین د دولتي شورا صدراعظم لي که چیانګ د اپریل په ۱۲ مه نیټه په دوبروفنیک کې د چین او منځني ختیځې اروپا د مشرانو په اتم ملاقات کې ګډون وکړ. د دغې سیمې د ۱۶ هیوادونو مشرانو په دغه غونډه کې هم برخه واخیستله. د کرواتیا صدراعظم اندریج پلنکویک د دغې غونډې مشري وکړه. یونان د رسمي غړي په توګه په ((۱۶ او ۱ )) همکاریز میکانیزم کې هم ګډون کړی دی. د اروپایي ټولنې، اتریش، سپینې روسیې، سویس او د اروپا د بیاسمسورتیا پرمختګ بانک کتونکو په یادغه غوڼده کې هم ګډون کړی دی.
لي که چیانګ په خپله وینا کې په تیر کال کې د ((۱۶ او ۱ )) همکاریز میکانیزم د بریالیتوبونو لوړه ستاینه وکړه. هغه وویل چې رئیس شي جین پینګ یوه موده مخکې د اروپا دریو هیوادونو ته سفر کړی دی چې د چین او اروپا ترمنځ د هراړخیزې ستراتیژیکي همکارۍ اړیکو ته یی نوی قوت رسولی دی. څو ورځې مخکې د چین او اروپا د مشرانو ۲۱ م ملاقات جوړ شوی او دواړو خواوو یوه ګډه اعلامیه خپره کړې ده چې محتویات یې ډیر شتمن دي. دغه همکاریز میکانیزم د چین او اروپا د اړیکو یوه مهمه برخه ده چې د اروپا د سره یو ځای کیدو او د چین او اروپا د اړیکو لپاره ګټور دی.
له یاد ملاقات وروسته چین او یادو ۱۶ هیوادونو په ګډه د دوبروفنیک د همکارۍ اساسنامه خپره کړه. یاد مشران د همکاریو د ۱۰ تړونونو د لاسلیکولو په مراسمو کې هم حاضر وو.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |