CRI Online

د سوډان پوځ اعلان وکړ چې د ولسمشر عمر البشير په مشرۍ حکومت ړنګ شوی

cri     (GMT+08:00) 2019-04-13 16:37:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوډان د دفاع وزير عوض محمد احمد بن عوف د اپريل په ۱۱ مه نېټه اعلان وکړ چې د ولسمشر عمر البشير په مشرۍ حکومت ړنګ شوی. م م، روسيې، امريکا، ترکيې په شمول داسې نړيوال سازمانونو او هېوادونو په دې اړه وويل، هيله ده چې په سوډان کې بېلا بېلې خواوې زغم او سړې سينې وساتي او مسئلې دې د خبرو اترو او سوله ييزې لارې حل کړي.

نوموړي په همدې ورځ د ټلويزيون له لارې د يوې وينا په خپرولو سره وويل چې د ولسمشر عمرالبشير په مشرۍ حکومت ړنګ شوی او په دغه هېواد کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. هغه وويل، البشير نيول شوی او اوس په يو خوندي ځای کې دی. هغه زياته کړه چې يوه پوځي کمېټه به جوړه شي او د راتلونکو دوو کلونو لپاره به د هېواد چارې سمبال کړي. نوموړي په همدې ورځ د دغې کمېټې د رئيس په توګه لوړه وکړه.

د م م د سرمنشي وياند سټيفن دوجاريک د روانې مياشتې په ۱۱ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، د م م سرمنشي انتونيو ګوټرېس د سوډان حالاتو په اړه ويلي بېلا بېلې خواوې دې زغم او سړې سينې وساتي او د سوډانيانو ديموکراتيکې هيلې به د سمې لنډمهالي بهير له لارې پوره او تر سره شي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای